د افغانستان په څلورو حوزو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف: په کابل کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین څخه یو انځور - June 15, 2021

سبا دوشنبه د افغانستان په څلورو حوزو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر خلاف د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مطبوعاتي مسوول کمال شاه ازادۍ راډیو ته وویل: "دغه کمپاین به د هېواد په څلورو حوزو لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې ترسره شي."

یونېسف وايي، په دغه کمپاین کې به تر ۵ نیم ملیونو ډېرو ماشومانو ته به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړل شي.

یونېسف وايي په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوي او هڅه کېږي چې دغه لاسته راوړنه دغسې وساتل شي.