ایا افغانستان کې دمګړی په جزايي او مدني برخو کې کومه قانوني کړنلاره شته؟

ارشیف

د ملګرو ملتونو حقوقي کارپوهان وايي، په افغانستان کې د حقوقي نظام سقوط د بشري حقونو ناورین دی.

د دغه سازمان حقوق پوهانو د وکیلانو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې د جنورۍ ۲۴مه ده په خپله وروستۍ اعلامیه کې چې پرون خپره شوې ویلي، په افغانستان کې حقوق پوهان د خپل امنیت او اړتیا له پلوه له جدي خطرونو سره مخ دي او د نړیوالو ملاتړ ته کلکه اړتیا لري.

په دې اړه صفي الله ستانکزي په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو د ټولنې له مشر میر عبدالواحد سادات سره خبرې کړي او لومړی یې ترې پوښتلي چې ایا په افغانستان کې دمګړی په جزايي او مدني برخو کې کومه قانوني کړنلاره شته چې پولیس، قاضيان او وکيلان وکولای شي د هغې په رڼا کې کار مخته یوسي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سادات سره مرکه