د بدخشان پامیر کې یوې سختۍ ناروغۍ ۲۱ کسان مړه کړي

ارشیف: د بدخشان د پامیر سیمه

په بدخشان کې د پامیر د سیمې ۲۱ تنه اوسېدونکي د یوې سختۍ ناروغۍ له امله مړه شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون راپور ورکړی چې افغان روغتیاپالان د ناروغانو د درملنې لپاره د تاجکستان له لارې پامیر ته تللي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې دمګړۍ د کوېډ۱۹ او یا شدیدې نمونیا یا سینه و بغل په څېر دا ناروغي د روغتیاپالانو په هڅو سره بېرته تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د پامیر اوسېدونکو شکایت کړی چې له هرې سیمې نه تر روغتیايي مرکزونو پورې درې – څلور ورځې واټن لري او دوی په اسانۍ خپل ناروغان نه شي ور رسولی.

پامیر د بدخشان د واخان ولسوالۍ په وروستۍ څنډه کې د چین پاکستان او تاجکستان تر منځ په پوله پرته د افغانستان لوړه او غرنۍ برخه ده چې په ژمي کې یې هوا ان منفي دېرشو پورې سړېږي.

د سړې څپې له امله د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې بیا ۱۰۴ کسان مړه شوي او اویا زره څاروي هم تلف شوي دي.