امریکا د واګنر ګروپ پر خصوصي پوځي شرکت نور بندیزونه لګوي

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت غواړي د واګنر ګروپ پر خصوصي پوځي شرکت چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره مرسته کوي، نور بندیزونه هم ولګوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري کنفرانس کې وویل د خزانې وزارت به واګنر ګروپ د یوې لویې نړیوالې جنایي ډلې په توګه ونوموي.

د کربي په وینا دا اقدام به د بایډن ادارې ته دا امکان برابر کړي چې پر واګنر ګروپ نور درانه بندیزونه هم ولګوي او له نړیوالو سره د دې شرکت د کاروبار امکانات راکم کړي.