د ګرجستان د پوځ د یوه پخواني چارواکي په ډزو د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.
نن د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دغه سړي په سګاري ښارګوټي کې د خپل کور له بالکون څخه شپې مهال ډزې وکړې او وروسته يې ځان هم واوژه.
تر اوسه د پېښې علت څرګند نهدی.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه سړي له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د ګرجستان په پوځ کې دنده ترسره کړی وه.