ملګرو ملتونه: د اوکراين سوليدار ښار ته د بشري مرستو لومړی کاروان ورسېد

اوکراين سره د ملګرو ملتونو بشري مرسته

ملګرو ملتونو ویلي، د بشري مرستو لومړی کاروان يې نن د اوکراین خیتځ ښار سولیدار ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ویاند ینس لایرکې په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي، همکاران يې د حکومت تر کنټرول لاندې سولیدار ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د ۸ سوه تنو لپاره د خوارکې موادو، اوبو، طبي او حفظ الصحې وسایل يې په درو لاریو کې دې ښار ته رسولي دي.