ارزګان کې يو ماشوم په مرموز ډول وژل شوی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولايت موقعيت

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د يو ۱۳ کلن ماشوم مرۍ د نامعلومه وسله‌والو له‌خوا پرې شوې او وژل شوی دی.

د یاد ماشوم پلار محمد شریف چې په سترګو نابینا دی، رسنيوته وویل، د هيچا سره دوښمني نه‌لري او په ښار کې به يې له خپل زوی سره يو ځای خيرات ټولاوه خو زوی يې لومړی برمته او وروسته وژل شوی دی.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې د زوی قاتلین دې ورته پیداکړي.

محمد شریف زیاتوي، دوه کاله وړاندې يې د کورنۍ یو بل څلور کلن ماشوم هم د نامعلومو کسانو له‌خوا په مرموز ډول وژل شوی و.

د ارزګان د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډيو ته دا پېښه تائید کړه او زیاتوي امنیتي مسوولینو جدي هڅې پیل کړي څو د یاد ماشوم قاتلین ونيسي.

نوموړی وايي، وژل شوی ماشوم څو ورځې وړاندې برمته شوی و، خو نن يي جسد امنیتي ځواکونو د ترینکوټ ښار اړوند یوه کلیواله سیمه کې موندلی دی.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې هم یو ماشوم او یوه ښځه وژل شوي وو.