د ژمي له يخنۍ د ژغورنې په موخه زرګونه معتادین خوندي ځايونو ته وړل شوي دي

کابل کې يو شمېر معتادين

د کابل او هرات د بې سرپناه معتادینو لپاره وروستۍ دوې اوونۍ ډېرې وژونکي او ځوروونکي وې، ځکه د ژمي يخنۍ نژدې څلوېښت بې سرپناه معتادین ووژل.

په کابل ښار کې د معتادینو د درملنې مرکزونو يو شمېر کارکوونکي د طالبانو د حکومت د نظاميانو په همکارۍ د کابل له پل سوخته سيمې څخه بې سرپناه معتادین راغونډوي او د ژمي له يخنۍ څخه د ژغورلو لپاره يې خوندي ځايونو ته وړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وويل، دوی د بې سرپناه معتادینو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې چې هغوی د ژمي له يخنۍ څخه وژغوري.

نوموړی وايي: " تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو کې د لسو زرو په شاوخوا کې معتادین معلوم شوي او راټول شوي دي. له دې جملې څخه يوازې له کابل او هرات ولایتونو څخه شپږ زره او پنځه سوه معتادین راټول شوي دي. هغه معتادین چې سرپناه نه‌لري او له لوی خطر سره مخ دي د هغوی راټولول د دې کمېټې له لومړيتوبونو څخه دي."

خو د نيمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې خلکو او سوداګرو په ګډه همکارۍ د هغو بې سرپناه معتادینو لپاره په هوټلونو، مسافرخانو او کرايي کورونو کې د اوسېدو اسانتياوي برابرې کړي چې له ايران څخه دې ولایت ته په زور راشړل شوي دي.

يو شمېر معتادين، انځور - ارشيف

په نيمروز ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز مسئول ډاکتر خليل کاظمي ازادي راډيو ته وويل: "نژدې څلور سوه بې سرپناه معتادین يې د دې لپاره راټول کړل چې د ژمي له يخنۍ او توپان څخه خوندي پاتې شي، هغوی يې تودو کورونو ته يووړل او هلته خوراکي مواد هم ورکوي."

پروسږکال هم د طالبانو حکومت د ژمي په لومړیو اوونیو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه معتادین راټول او زندانونو ته یووړل.

" که په دې دوو دریو سړو اوونیو کې يې له موږ سره مرسته نه وای کړې، د سړې هوا له امله موړ ټول مړه کېدو

که څه هم هغه وخت معتادین په زندانونو کې د طالبانو د حکومت له خوا په زور د نشې پرېښودلو ته اړایستل شوي وو چې له زندان څخه تر راخوشې کېدو وروسته يې بېرته نشو ته مخه کړه.

يو شمېر معتادین چې تازه تودو او خوندي ځايونو ته وړل شوي وايي، که د دوی لپاره د درملنې اسانتیاوي هم برابره شي، ژمی به د دوی لپاره د درملنې يو ډېر ښه فرصت وي.

د شريف په نوم يو معتاد وايي: " که په دې دوو دریو سړو اوونیو کې يې له موږ سره مرسته نه وای کړې، د سړې هوا له امله موړ ټول مړه کېدو، موږ ته يې خواړه، کوټه او ويده کېدو ځای راکړ او د هوټلونو خاوندانو ته يې وويل که معتاد هر ځای وغواړي کولای شي چې په وړیا ډول په‌کې و اوسي، په دې ډول به د وخت په تېرېدو سره زموږ څخه نشه پاتې شي."

يو شمېر معتادين، انځور - ارشيف

د باقي په نوم يو بل معتاد ازادي راډيو ته وويل: "زموږ سره خپلو هېوادوالو مرسته وکړه او موږ ته يې د اوسېدو ځای، خواړه او پټو راکړ. که د پخوا په شان زموږ لپاره د درملنې اسانتياوي برابرې شي او د درمنلې مرکزونه بیا فعال شي، موږ له ځورونې پرته په خپله خوښه نشه پرېږدو. "

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټران وايي چې معتادین د ژمي د سړې هوا پر وړاندې ډېر کمزوري او ژر ناروغه کېږي، ځکه د دوی په وجود کې د زهري موادو موجودیت او هغوی ته د کافي خوړو نه رسېدل د دې سبب شوي چې د هغوی وجود کمزوری شي او د يخنۍ پر وړاندې مقاومت و نه شي کولای.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

Your browser doesn’t support HTML5

د ژمي له يخنۍ څخه د ژغورنې لپاره زرګونه معتادین خوندي ځايونو ته وړل شوي دي