شهباز شريف: پاکستان روسيې سره سوداګرۍ برخه کې پانګونې ته لېواله دی

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ويلي، چې هېواد يې له روسيې سره په سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي چارو کې دوه اړخيزه همکاريو ته لېواله دی.

شهباز شريف دا خبرې د روسیې د انرژۍ وزیر نیکولی شولګینوف په مشرۍ یوه پلاوي ته وکړې چې پرون (د جنورۍ پر ۱۹مه) یې په لاهور کې ورسره وکتل.

د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړی چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د انرژۍ څانګې پر ارزښت موافقه وکړه.

په دې لړ كې له روسيې څخه پاكستان ته د اوږدې مودې لپاره د تېلو او ګازو د رسولو په اړه د نظر تبادله وشوه او د ګازو د نلليکو اړوند مسایل هم وڅېړل شول.

د روسيې د انرژۍ وزير د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا په داسې حال کې پاکستان ته تللی دی چې هغه هېواد د انرژۍ له کموالي او ژور اقتصادي بحران سره مخامخ دی.