پاکستان کې ځانمرګي بريد دوه پوليس وژلي او درې يې ټپيان کړي دي

پاکستاني پوليس، انځور - ارشيف

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یوه ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي او دری نور یې ټپیان کړي.

پېښه د خیبرپښتونخوا د جمرود په سیمه کې شوې.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو ته وويل، وسله‌والو تېره شپه شاوخوا اته بجې د جمرود پر تخته بېګ امنيتي پوسته ځانمرګی برید وکړ.

نوموړي ويلي: "د وسله‌والو په ډزو زموږ دوه پوليسان ووژل شول او يو شخصي ملازم ژوبل شو. دا ټول څلور وسله‌وال ول. لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ. پولیسو هم پرې ځوابي ډزې وکړې."

محمد عمران زیاتوي چې د ځانمرګي بریدګر د بدن غړي د پېښې له ځایه ترلاسه شوي خو نور درې وسله‌وال په تېښته بریالي شوي دي.

د نوموړي په وينا د وسله‌والو پر ضد يې د لټون عمليات پيل کړي او د پېښې پلټنې هم کوي.

د دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې منلې ده.

تحریک طالبان پاکستان په دا وروستيو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

بل‌خوا په خيبر پښتونخوا کې ولس د نا امنۍ د مخنيوي لپاره پراخ احتجاجونه او لاريونونه هم کړي دي.