د امريکا دفاع وزارت اوکراين سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

اوکراين سره د امريکا پوځي مرستې، انځور - ارشيف

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، اوکراین ته به ۹۰ سټرایکر جنګي وسایط، ۵۹ اضافي برادلي زغره‌وال ګاډي او په سلګونو زره نور مهمات واستوي.

د دغو مرستو اندازه دوه نیم میلیارده ډالره بلل شوې.

په دې مرستو کې د HIMARS راکټي سیسټمونه، د NASAMS هوایی دفاع سیسټمونه، ۲۵ ملي مترو برادلي توپ او د براډلي د ټانک ضد سلګونه راکټونه شامل دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) پرون (د جنورۍ ١٩) اعلان وکړ چې په دې بسته کې ټانکونه شامل نه‌دي، ځکه جرمني ويلي چې تر هغه وخته پورې چې امريکا اوکراين ته د ابرامز ټانکونه ونه لېږي، جرمني به خپل ليوپر ټانکونه اوکراين ته ونه لېږي.

دا موضوع اوس د اختلاف په یوه ټکي بدل شوې ده.