بدخشان کې د سړې هوا له امله ۹ ماشومان مړه شوي دي

بدخشان کې واوره، انځور - ارشيف

په ياد ولايت کې د طالبانو مسؤلين وايي، په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له امله ۹ ماشومان مړه شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ماشومان تېرو څو ورځو کې په شهر بزرګ، جرم او بهارک ولسوالیو او مرکز فیض اباد کې مړه شوي دي.

معزالدين احمدي زياتوي، د يخنۍ له امله دغه ولايت کې ډېر شمېر څاروي هم مړه شوي دي خو تر اوسه يې دقيق شمېر نه‌دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده چې نن په غور ولايت کې هم د يخنۍ له امله د يو ماشوم د مړينې خبر ورکړل شوی دی.