د سره صليب کمېټه: افغانستان کې بشري اړتياوې ډېرې شوي دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه ICRC وایي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي.

د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې د دې هېواد په ملیونونه وګړي نه‌شي کولای چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او روان ژمي یې ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

سور صلیب وایي، په اوس وخت کې په افغانستان کې له ۲۴ ملیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نژدې شل ملیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې او ۴،۷ ملیون وګړي هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي.

سره صلیب ویلي چې، په دې هېواد کې یې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه رسولي خو اوس اړتیاوې ډېرې زیاتې دي چې باید زیات څه ترسره شي.