راشدخان لپاره سخته ورځ؛ په څلورو اورونو کې یې ۵۳ منډې ورکړې

راشد خان

د شل اوریزه کرکټ لومړي نمبر توپ اچونکي راشد خان نن چهارشنبه د سویلي افریقا په لیګ کې ۵۳ منډې ورکړې.

هغه ۴ اورونه ترسره کړل، یوه وېکټ یې واخېسته او ۵۳ منډې یې ورکړې.

راشد خان چې په یاد لیګ کې د ممبي کېپ ټاون لوبډلمشر دی د «سن رایزر اېسټرن کېپ» لوبډلې ته یې په ۲ وېکټو لوبه وبایلله.

خان د خپل «سپېل» په درېیم اور کې مارکو جېنسن ته ۲۸ منډې ورکړې.

جېنسن له راشدخان د هغه لوبې غچ واخېست چې د ای پي ایل یې د یوې لوبې په وروستي اور کې یې پرې ۳ شپږیزې وهلې وې.

په راشدخان په دې لوبه کې ۷ شپږیزې ووهل شوې.

دا په سوداګریزو لیګونو کې د راشدخان دویم قیمتي سپېل و.

هغه په لومړي ځل په ای پي ایل کې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې ۵۵ منډې ورکړې وې.