اوکراين کې د هیليکوپټر غورځېدل؛ د کورنيو چارو د وزير په ګډون ۱۶کسان وژل شوي

اوکراين کې د هليکوپټر د غورځېدو د سيمې انځور

د اوکراین د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ډینیس موناستیورسکي، یو شمېر نور جګپوړي پوځي چارواکي او د درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

دغه هیلیکوپټر نن کییف ته څېرمه برواوري ښارګوټي کې د هستوګنۍ یوې ودانۍ او وړوکتون ته نژدې راغورځېدلې ده.

د کییف د سیمې والي اولکسي کولیبا په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو خبره تایید کړه او ویې ویل چې، لږ تر لږه ۳۰ تنه نور په دې پېښه کې ټپیان شوي چې پنځلس یې ماشومان ښودل شوي دي.

په وژل شویو کې د کورنیو چارو لومړی مرستیال وزیر ییوهین یینین او په دولتي چارو کې د دې وزارت مرستیال وزیریوري لوبوکو ویچ هم شامل دي.

د اوکراین د پولیسو مشر ویلي چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو نهه یې په دغې د بېړنیو خدمتونو په هیليکوپټر کې سپاره و.

د دغې هیلیکوپټر د راغورځېدو علت سمدستي نه‌دی څرګند او داهم نه‌دي ویل شوي چې هغه به د جګړې په نتیجه کې راغورځېدلې وي.

د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د تېرې فبرورۍ له میاشتې راهیسې، له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د اوکراین د کورنیو چارو وزیر، د دې هېواد تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی، چې وژل کېږي.