د اروپايي کمېسيون مشرې د تروريستي سازمان په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورزياتولو ملاتړ وکړ

د اروپايي کمېسيون مشره اورزلا وان دیرلین

د اروپا د کمېسیون مشرې، د تروریستي سازمانونو په فهرست کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ورزیاتو د طرحې ملاتړ وکړ.

اورزلا وان دیرلین پرون سې‌شنبه وویل، دغه حرکت، د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا د اساسي بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په ځواب کې کېږي او دا یې ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې د اټومي موضوع پر سر د مذاکرو د بیاپیل له هڅو سره- سره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او ایران ترمنځ اړیکې لا ترینګلې شوې دي.

اروپايي ټولنې په وار- وار په ایران کې د اعتراض کوونکو سخت ځپل دغه راز اعدامونه غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې څو اروپايي وګړي هم نیولي دي.