ملګرو ملتونونه: راتلونکې دوشنبه افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيليږي

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین را روانه دوشنبه پیلېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه تېره شپه دا خبره ازادي راډيو ته وکړه.

نوموړي وويل: "دغه کمپاین به د هېواد په څلورو حوزو: لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې ترسره شي."

کمال شاه وايي تر ۵ نیم ملیونو ډېرو ماشومانو ته به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړل شي.

یونېسف وايي په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوي او هڅه کېږي چې دغه لاسته راوړنه دغسې وساتل شي.