د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغانستان اوسنی وضعيت د ټولو لپاره د خطر زنګ دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې روان دي، د ټولو لپاره د خطر یو زنګ دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د اسیا پسفیک څانګې پرون په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې وروستي تحولات ښيي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې په څو میاشتو کې په اوبو لاهو شوې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه په هر ځای کې هماغه مبارزه ده.

وروسته له هغې چې طالبانو تېره میلادي میاشت پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو تګ منع کړ بیا یې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې کار یې سخت عکس العملونه وپارول او ځینو مؤسساتو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا په بشپړ ډول یا قسماً ودرول.

ځینو ادارو له دې جملې پاملرنې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا ویلي، دوی د طالب چارواکو له ډاډ ورکولو وروسته په پام کې لري خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیل کړي.