طالبانو د ټاپي پروژې د امنيت په اړه د ترکمنستان له سفير سره خبرې کړي

د طالبانو چارواکي وايي د ټاپي پروژې د امنیت په اړه د دې پروژې له اجرایه مدیر او د ترکمنستان له سفیر سره خبرې شوې دي.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په جلا- جلا راپورونو کې ویلي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو چارواکو پر دې موضوع خبرې وکړې.

د راپورونو پر اساس، په دغو غونډو کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه حافظوف (Hoja Ovezov) هم برخه درلوده.

ټاپي د ګازو د نل‌لیکې هغه پروژه ده، چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په تېر حکومت کې طرحه شوې او له‌مخې یې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته انتقالېږي.

د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو، خو تر ډېره په امنیتي دلایلو یې کارونه مخ ته نه لاړل.