ايران کې د ټولنيزو شبکو مشهوره څېره 'نواب ابراهيمي' له زندانه خوشې شو

ايران کې يو زندان

د ایران د ټولنیزو شبکو مشهوره څېره نواب ابراهیمي چې د ایراني خوړو په اړه ویډیوګانې جوړوي او انسټاګرام پاڼه یې ۲،۷ میلیون مینه‌وال لري، په ضمانت له زندانه خوشې شوی.

ابراهیمي د روانې میاشتې په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو د ځپلو پر مهال نیول شوی و.

د ایران د مخالفو فعالانو خبري اژانس هرانا نن راپور ورکړ چې که څه هم ابراهیمي په ضمانت خوشې شوی دی، خو معلومه نه‌ده چې په کوم تور نیول شوی و.

د ایران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې پېغلې مهسا امیني له مړینې وروسته، ایراني چارواکو په دې هېواد کې د حکومت پر ضد د خلکو هر راز اعتراضونه ځپلي دي.