د اوکراین په دنیپرو کې د قربانیانو شمېر نږدې ۴۰کسانو ته پورته شوی

د روسیې له لوري د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې یوه برخه یې ونړېده.

د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د روسیې د میزایل برید د قربانیانو شمېر نږدې څلویښتو کسانو ته پورته شوی دی.

چارواکو ویلي چې د دغې پېښې په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې پېښه کې لږ تر لږه ۷۵ نور کسان ټپيان شوي چې څلور یې ماشومان دي.

د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې یوه برخه یې ونړېده.