ښايي افغان کرکټ لوبډله مارچ کې له پاکستان سره سیالۍ وکړي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

وروسته له دې چې اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ د لوبو لړۍ فسخ کړه، د افغانستان کرکټ بورډ هڅې پیل کړې دي چې افغان لوبډله ورته لوبلړۍ په راروانه مارچ میاشت کې له پاکستان سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسوول عبدالله جان پکتیاني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د افغان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف په متحده عربي اماراتو کې د نورو هېوادو د کرکټ بورډونو د مشرانو ترڅنګ د پاکستان د کرکټ بورډ له مشر سره هم خبرې کړي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د جنورۍ په ۱۲په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو له خوا د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون کې په مارچ میاشت کې له افغاستان سره د ۳ یو ورځنیو لوبو پلان شوې لوبلړۍ فسخ کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان د دې وړاندیز په اړه غور کوي.