ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب تاییدېدو لپاره نوی شرط کېښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مخکې له دې چې د ده د هېواد پارلمان په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب طرح تایید کړي، دا دوه هېوادونه باید هغه ۱۳۰ کسان چې انقره یې تروریستان بولي ترکیې ته وسپاري.

سویډن او فنلند تېرکال په ناټو کې د عضویت غوښتنه وکړه، خو د دوی غوښتنه باید د ناټو واړه دېرش غړي تایید کړي.

د ناټو دوو غړو، ترکیې او هنګري تراوسه دا غوښتنه نه ده تایید کړې.

انقره په خاص ډول له سویډن څخه د هغو کسانو پر وړاندې چې ترکیه یې تروریستان بولي، د څرګند دریځ غوښتنه کوي.