د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د اعتراضونو له امله ټول ۵۲۲ کسان وژل شوي دي

ايران کې اعتراضونه

د بشري حقونو یوه ډله وایي، له کله چې په ایران کې اعتراضونه پیل شوي، لږ تر لږه ۵۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په امریکا کې دېره، د HRANA په نوم د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې پرون په یوه راپور کې وویل، چې د قربانیانو له ډلې لږ تر لږه ۷۰ تنه یې ماشومان دي.

د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د توقیف شویو کسانو شمېر نږدې شل زره تنه ښودل شوی دی.

د بشري حقونو د فعالانو دا ډله اندېښنه څرګندوي چې ښایي د معترضانو له ډلې ۱۱۰ یې په اعدام محکوم شي.

تر اوسه څلور معترضان په ایران کې اعدام شوي او یو شمېر نورو ته د اعدام سزاوې اورول شوي دي.

په ایران کې له څلورو میاشتو راهیسې له کله چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې مړه شوه، په دې هېواد کې مظاهرې پیل شوي چې تر اوسه دوام لري.