بادغيس کې د يخنۍ له امله پنځه کسان مړه شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بادغيس ولايت موقعيت

په بادغیس ولایت کې د طالبانو چارواکي، د یخنۍ له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون د پنځو تنو د مړه کېدو خبر ورکوي.

د دریو ماشومانو عمرونه د دوو میاشتو او دوو کلونو تر منځ ښودل شوي دي.

د طالبانو د والي ویاند احمد جان حنظله د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس ته د دغو کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، دا پېښه د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې هوا ډېره سړه شوې او په ځینو ولایتونو کې منفي دېرش درجو ته رسېدلې ده.

دغه وضعیت او دې ته په پام چې ډېرو مرستندویه مؤسسو د طالبانو له لوري په غیر دولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د کار بندیز له امله خپل فعالیتونه درولي، په دې ساړه ژمي کې د ملیونونو وګړو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.