مېل انلاین: د افغانستان بانک وروستي بیانونه ګمراه کوونکي دي

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

مېل انلاین:

د بریتانیا مېل انلاین خپرونې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د وروستیو بیانونو په باب مقاله خپره کړې او ګمراه کوونکي یې بللي دي.

د لیکنې په پیل کې د اسوشېټېډپرېس اژانس په حواله راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر افغانستان بانک انتقاد کړی، د هغو نغدي مرستو په اړه چې د بشري چارو لپاره افغانستان ته لېږل کېږي، ګمراه کوونکي او بې ګټې بیانونه ورکوي.

دا انتقاد داسې وخت کېږي چې د ښځو پر کار او تحصیل د بندیز له کبله د یوناما او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

مېل انلاین زیاتوي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دغه پیسې چې د بانکي نظام د ګډوډۍ له کبله په نغدي بڼه افغانستان ته لېږل کېږي، د ملګرو ملتونو له خوا ملیونونو افغانانو ته پر اساسي بشري مرستو لګول کېږي.

یوناما هغو ۴۰ میلیون ډالرو ته اشاره کړې چې د شنبې په ورځ افغانستان ته ورسېدل او د یوناما په خبر وروسته یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو اړوند حساب ته وسپارل شول.

یوناما په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پیسې نه د افغانستان بانک ته سپارل شوي او نه هم واکمنو طالب چارواکو ته ورکول کېږي.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ویلي وو، د هر هغه اصولي حرکت ملاتړ کوي چې افغانستان ته د اسعارو د راوړلو سبب کېږي او د ټولنې له اړو کسانو سره مرسته کوي.

مېل انلاین زیاتوي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱م کال له ډسمبر راهیسې افغانستان ته یو اعشاریه ۸ میلیارد ډالره لېږدولي چې د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د اړوندو ادارو پر تمویل لګول شوي، څو خپل فعالیتونه جاري وساتي.

بزنس سټنډرډ:

بزنس سټنډرډ خپرونې پرون د امریکا د متحدو ایالتونو په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند د مخکښ غړي د هڅو په باب لیکنه خپره کړې چې غواړي د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه په ګډوډ حالت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه وکړي.

د خپرونې په وینا، د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشر مایکل مک کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته په یوه لیک کې د دې موضوع په باب د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د لیکوال په لیکنه، مک کال ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت تر اوسه په دې باب له دوی سره اسناد نه دي شریک کړي، خو اوس د بهرنیو چارو کمېټې د مشر په توګه رسماً غوښتنه کوي چې د بایډن اداره د ده د غوښتنې اطاعت وکړي.

د جمهوريپال مک کال د غوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له کانګرس سره همکارۍ ته تیار دي او تر دې مخکې یې هم په دې اړه له کانګرس سره ۱۵۰ غونډې کړي او خپل معلومات‌یې ورسره شریک کړي دي.

د بزنس سټنډرډ د مقالې په حواله، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستانه په ګډوډ او وژونکي حالت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د امریکا دښمنان سپین سترګي شوي او افغانستان یو وار بیا تروریستانو په خوندي پټنځای بدل شوی دی.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، له افغانستانه د دوو لسیزو تر پوځي ماموریت وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د هغه کال د اګست میاشتې پر ۳۱مه بشپړ شو.

د خپرونې په لیکنه، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته افغان وګړي له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي، له بشري او امنیتي بحران سره هم مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ازادۍ راډیو ته ویلي په روان ۲۰۲۳م کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ اعشاریه درېیو میلیونو کسانو ته ورسېږي.