په اوکراین کې د یوې ودانۍ له نړېدو وروسته د ژغورنې عملیات دوام لري

د ښار شورا پرون ناوخته په یوه راپور کې وویل چې په دې پېښه کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۷۳ تنه ژوبل شوي او د ۶ ماشومانو په شمول ۳۸ نور سلامت ژغورل شوي دي.

د اوکراین په دنیپر ښار کې د یوې ودانۍ له نړېدو وروسته د ژغورنې عملیات دوام لري.

په دې پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه مړه شوي دي.

د ښار شورا پرون ناوخته په یوه راپور کې وویل چې په دې پېښه کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۷۳ تنه ژوبل شوي او د ۶ ماشومانو په شمول ۳۸ نور سلامت ژغورل شوي دي.

له دې پېښې وروسته په دنیپر ښار کې درې ورځې ویر اعلان شوی دی.

په همدې حال کې پر اوکراین د روسیې د یرغل څه باندې ۱۱ میاشتې وځي.