کابل کې د تېر نظام د ولسي جرګې غړې 'مرسل نبي زاده' ووژل شوه

د تېر نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده چې د یکشنبې ورځ د کابل په دولسمه ناحیه کې ووژل شوه.

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د دغه ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده د وژل کېدو خبر ورکړ.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ وايي، نامعلومو وسله والو د کابل ښار د دوولسمې حوزې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې پر مرسل نبي زاده او د هغې پر یوه ساتونکي ډزې کړي او دواړه یې وژلي دي.

د ځدارڼ په وینا په دې پېښه کې د اغلې نبي زاده یو ورور ټپي شوی دی.

د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی.