د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د کرکټ نړیوالې شورا سره خبرې کړي

د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس په یو تازه ویډیوي پیغام کې ویلي دي چې د اسټرالیا کرکټ ادارې د وروستۍ پرېکړې په تړاو یې یو وار بیا خپلې اندېښنې د کرکټ نړیوالې شورا سره شریکې کړي دي.

نصیب خان وايي، د اسټرالیا د لوبو نه کولو تر پرېکون وروسته یې د کرکټ نړیوالې شورا له مرستیال سره مفصلې خبرې کړي دي، خو د خبرو د جزییاتو په تړاو نه دی غږېدلی.

نوموړي ویلي، په پلان کې ده چې په راتلونکو دوو اونیو کې د کرکټ نړیوالې شورا له مشرتابه سره د حقوقي حل لارو لټولو په پار وګوري.

هغه د اسټرالیا کرکټ ادارې سره د وروستیو خبرو په تړاو وايي: "تاریخونه مو ورسره مشخص کړل، مخکې له دې چې د تاریخونو اعلان ته رسېږو، له هغې دوه ورځې مخکې دوی مونږ سره په زوم کال/ویډیو کال باندې بیا تماس وکړ او ویې ویل چې دا لوبې د حکومت او مدني ټولنو د فشارونو له امله نه شو کولای."

د نصیب په وینا چې د افغان کرکټ ادارې عمومي رییس میرویس اشرف عربي متحده اماراتو ته تللی او هلته یې په دې تړاو د هند، سریلانکا او پاکستان کرکټ ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

د نوموړي په ټکو چې یادو هېوادونو په دې موضوع کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اسټرالیا کرکټ اداې د جنورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند او زدکړو د محدویتونو له امله نه غواړي له افغان کرکټ لوبډلې سره په راتلونکي مارچ میاشت کې د کرکټ نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي.

دې پرېکون د افغانستان کرېکټ ادارې، لوبغاړو او مینوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي.