د نړیوالو د نغدي مرستو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې

ارشیف

د نړیوالو د نغدي مرستو یوه بله کڅوړه نن بیا افغانستان ته ورسېده.

د افغانستان بانک چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي، نن پر ټویټر په یوه بیان کې دا اعلان وکړ.

په بیان کې دا پیسې له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرسته بلل شوې او یادونه شوې چې سوداګریز بانک ته ورکړل شوي.

په بیان کې هیله ښودل شوې چې دا مرستې د افغانستان د بانکي سکټور له لارې واستول شي.