اوکرایني چارواکو په سولیدار کې د روسي ځواکونو پرمختګ رد کړ

د اوکراین سولیدار کې د جګړې یو انځور

اوکراین د روسیې هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي، په ختیځ سولیدار ښار کې له څو میاشتو شاتګونو وروسته یې هلته د جګړې په ډګر کې پرمختګ کړی.

د اوکراین پوځ وايي چې په دې سیمه کې لاهم درنې نښتې روانې دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، دا ښار یې چې سټراتيژیک اهمیت او د مالګې کانونه لري، تېره شپه نیولی دی.

په وروستیو څو ورځو کې د دې ښار د وضعیت په اړه متناقض راپورونه ورکړل شوي دي.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د بخموت، سولیدار، کریمینا او نورو کلیو او ښارونو په ګډون په دونېڅک کې درنه جګړه دوام لري.