د ایران د فوټبال پخوانی لوبغاړی: 'علي خامنه یي' د ایران استازی نه دی

د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی نړیوال لوبغاړی علي کریمي

د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پخواني نړیوال لوبغاړي علي کریمي د دې هېواد پر لوی مذهبي مشر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې علي خامنه یي د ایران استازی نه دی.

په ایران کې له پراخو اعتراضونو له پیلېدو وروسته کریمي ته د معترضانو پر ضد د حکومت د ځپونکو اقداماتو د لوی منتقد په سترګه کتل کېږي.

دا څرګندونې د خامنه يي د پنجشنبې ورځې د هغې وینا پر وړاندې د کریمي غبرګون و، چې ویلي یې و، د تېرو څلورو میاشتو اعتراضونه د دښمن د ښه پلان نتیجه وه، خو هغه زیاته کړه چې هغوی فکر کاوه نورو هېوادونو ته د څو پلورلو عناصرو د هڅونې او د ایران پرضد د تبلیغاتو په وسیله به زموږ ځوانان ناامېده کړي.

د سپټمبر په ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې د حجاب د نه مراعاتو په تور د نیول شوې ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران حکومت یوشمېر مخکښ شخصیتونه تحقیقاتو ته کېنولي او له ځینو یې پاسپورټونه اخیستي دي.