د ايمرجنسي روغتون راپور: په ۲۰۲۲ کې ياد روغتون کابل کې د نږدې ۱۳ زره ټپيانو درملنه کړې

کابل کې د ايمرجنسي روغتون

ایمرجنسي روغتون وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د شاوخوا ۱۳ زره ټپیانو درملنه کړې، چې ۹۹ سلنه یې په جګړو او چاودنو کې ټپیان شوي و.

فاطمه د کابل په لوېديځ کې د میزان په اتمه په کاج ښوونيز مرکز بريد کې ټپي شوې او په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

نوموړې چې د دغه مرکز زده کوونکې وه، ازادي راډيو ته یې وویل، چې په برید کې يې د بدن ډېره برخه ټپي شوې وه.

نوموړې وويل: "زه یوه له هغو ټپیانو څخه یم چې ایمرجنسي روغتون ته بېول شوې وم، ما دوه عملیاتونه وکړل. زما پښه، لاس او د سر دوې برخې مې ژوبلې شوي وې او د غوږ پرده مې هم شکېدلې ده، چې افغانستان کې یې درملنه ونه‌‌شوه او د درملنې لپاره پاکستان ته راغلم."

دا زموږ د هېواد حالت دی، هره ورځ ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېږي

فاطمه وايي، اوس د غوږ پردې د درملنې لپاره په پاکستان کې ده، خو تر اوسه یې درملنه نه‌ده شوې او غږ نه‌شي اورېدلی.

په ورته وخت کې د کابل يو بل اوسېدونکى محمد ناصر وايي، چې تېر میلادي کال د دوى لپاره ښه کال نه و او تره يې د کابل په يوه امنيتي پېښه کې ټپي شوى دى.

نوموړی وايي: "تېر کال د کابل ښار په یوه امنیتي پېښه کې مې تره ټپي شوی و، موږ د درملنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته یووړ. دا زموږ د هېواد حالت دی، هره ورځ ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېږي. بې‌وزله خلک د اولادونو نفقې لپاره له کورونو وځي او له داسې پېښو سره مخ کېږي."

په دې اړه نور: د ملکي تلفاتو ډېرېدل؛ د قربانیانو کورنۍ: طالبان د امنیتي پېښو مخه نه شي نیولی

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان ایمرجنسي روغتون په یوه راپور کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د ۱۲۸۰۰ ټپیانو درملنه کړې چې ۹۹ سلنه یې د مرمیو، چاودنو او چړو له امله ټپیان شوي دي.

ایمرجنسي روغتون چې تر ډېره د جګړې او شخړو د قربانیانو درملنه کوي وایي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې ۴۵۰۰ جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۲ کال کې پر هزاره ګانو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۷۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغو بريدونو کې د وژل شويو او ټپيانو دقیق شمېر نه‌دى په ډاګه کړى، خو ويلي يې دي چې، د مزارشريف ښار د سه دوکان سيمې پر يوه جومات په بريد کې ٣١ کسان وژل شوي او ٨٧ نور ټپيان شوي وه.

د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۲۱مه مزار شريف کې يوه مسجد کې چاودنه وشوه

د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید کې ۵۳ تنه وژل شوي او ١٠٠ نور ټپیان شوي وو.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، د خطر سره مخ خلکو ته د امنیت په برابرولو او ژوندي پاتې شویو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې د طالبانو پاتې راتلل د بریدونو زیانونه نور هم زیات کړي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې ځینې بریدونه په ځانګړې ډول د کاج پر تعلیمي مرکز برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د جګړو او چاودنو د تلفاتو دا احصایې په داسې حال کې خپریږي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګی برید وشو چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې لا دقیق نه‌دی معلوم.

د راپورونو له‌مخې د دغه برید ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

د دغه برید مسوولیت هم د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.