تر نوين‌الحق وروسته د اسټرالیا د پرېکړې په تړاو نجيب ځدران هم غبرګون وښود

د اسټرالیا د پرېکړې په تړاو د نجیب ځدراڼ غبرګون

د افغانستان کرېکټ د شل اوریزه لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ ویلي دي چې سپورت او سیاست دوه جلا شیان دي او باید یو ځای نه‌شي.

وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره په مارچ میاشت کې د ۳ یو ورځنیو لوبو د نه کولو پرېکړه وکړه، افغان لوبغاړي یې خپه کړي دي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده‌کړو بهیر بندېدو له امله دا لوبې نه‌کوي.

د دې پرېکړې په غبرګون کې ګڼ شمېر افغانانو او کرېکټ لوبغاړو خواشيني ښودلې او دا یې غیرې عادلانه پرېکړه بللې ده.

افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې څخه یې د دا ډول کار تمه نه درلوده او د دې خبر په اورېدو سره حیران شو.

ځدراڼ دغه راز ویلي دي: "کرېکټ اوسیاست دوه جلا شیان دي او سپورت باید له سیاست بېل وي، خو د ورځې په پای کې سیاست وګټله."

تر دې وړاندې بل افغان لوبغاړي نوین‌الحق بیا په یو ټویټ کې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړه «ماشومانه» بللې او ویلي یې وو چې د کرېکټ د ملاتړ پر ځای د افغانانو یوازینۍ خوښي هم ترې اخلي.

د یادونې ده چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې له افغان ملي لوبډلې سره یوازینۍ ټېسټ لوبه هم په افغانستان کې د نجونو کرېکټ پر وړاندې د شته محدودیتونو له امله لغوه کړې وه.