طالبانو هرات کې د درې ایراني انجينرانو او ۵ طالب عسکرو د ژغورنې خبر ورکړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د طالبانو دفاع وزارت وايي درې ایراني انجینران او پنځه طالب عسکر یې ژغورلي چې د هرات په یوې لرې پرتې سیمه کې په واورو کې ایسار پاتې وو.

دغه وزارت په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان او یوه ویډیو خپره کړې ده.

په بیان کې راغلي چې، دا درې ایراني انجینران د هرات – خواف د ریل پټلۍ د تخنیکي ارزونې لپاره هرات ته دننه شوي وو خو د سختو واورو له امله په دشت شمتیغ سیمه کې بند پاتې وو.

دفاع وزارت ویلي چې دا درې ایراني انجینران او پنځه طالب عسکر د هوايي ځواکونو له خوا وژغورل شول او صحت یې ښه دی.