د بشري حقونو اجرايوي مشره: د تېر کال بشري کړاونو نوي فرصتونه ايجاد کړي دي

د بشري حقونو د څارسازمان اجرایوي ریسه تیرانا حسن وایي، که څه هم په تېر۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو بحرانونه د انساني کړاونو سبب شوي خو د بشري حقونو په برخه کې یې نړیوال مشرتابه ته نوي فرصتونه هم ایجاد کړي دي.

هغې دا خبره په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په نوي راپور کې چې نن پنجشنبې یې خپور کړی کړې ده.

هغې ویلي، دې ته په پام چې په نړۍ کې د قدرت انډول بدل شوی، نور د ځمکې د کرې په شمالي برخه کې د ګوتې په شمار دولتونو باندې اتکا نه‌شي کېدای چې د بشري حقونو دفاع وکړي.

مېرمن حسن ویلي، ټولو، لویو او وړو هېوادونو ته مسولیت ورله غاړې دی چې د بشري حقونو په چوکاټ کې خپل سیاستونه عملي کړي او هم د بشري حقونو د ساتنې او پراختیا لپاره په خپلو کې سره همکاري وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه ۷۱۲ مخیز راپور کې په نژدې سلو هېوادونو کې چې د دې خپلواکه نړیوال سازمان کار کونکي، فعالیت کوي، د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې ده.

دې سازمان په افغانستان کې د طالبانو له لوري هغه اقدامات چې په ملیونونو افغانان یې د لوږې له خطرسره مخامخ کړي، په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ترسره شوي جنایتونه، په ایران کې د ښځو د اجباري حجاب وړاندې اعتراضونه او له اویغوریانو سره د چین چلند د تیر۲۰۲۲ کال د بشري حقونو د بحرانونو څو بېلګې یادې کړي.

د بشري حقونو د څارسازمان اجرایوي رئیسې ویلي، په اوکراین کې د روسیې د جګړې په وړاندې نړیوال تحرک موږ ته دا را زده کوي چې که حکومتونه په نړیواله کچه د بشري حقونو مسولیتونه درک کړي، وړتیا فوق العاده زیاته ده.