تېر کال جرمني کې له ۲۱۷زره ډېرو کسانو د پناه اخيستو غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

په جرمني کې تېر۲۰۲۲ کال له ۲۱۷ زره زیاتو کسانود پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

د جرمني د کډوالو د چارو فدرالي ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا له جرمني د پنا غوښتونکو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ۲۰۲۱ کال په پرتله د پناه اخیستونکو شمېر نژدې ۴۷ سلنه زیات ښودل شوی دی.

د دغې ادارې په وینا تېر کال جرمني ته د ورغلو کډوالو اکثریت یې د افغانستان، سوریې، ترکیې او عراق اتباع دي.

پر دې سربېره تېر کال جرمني په خپله خاوره کې د اوکراین له جګړې تښتېدلو شاوخوا یو ملیون کډوالو ته هم پناه ورکړې خو هغوی د پناه غوښتونکو په توګه نه بلکې د اروپایي ټولنې د طرزالعمل له‌مخې په موقته توګه د خوندیتوب له ملاتړه برخمن شوي دي.