طالب چارواکي: د سالنګ لار به تر نا معلوم وخت پورې تړلي وي

سالنګ لار، انځور - ارشيف

په پروان کې د طالبانو چارواکي وایي، د سالنګ لویه لاره به د درنې واورې او توپانونو له کبله تر نامعلوم وخته پورې بنده وي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، چې سالنګ کې د پنځو بندو شویو موټرو مسافر ژغورل شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر محمد یعقوب هم ازادي راډیو ته ویلي، چې بند پاتې کسان ژغورل شوي، خو چاته زیان نه‌دی اوښتی.

نوموړي ويلي: "توپان ډېر شدید و، هغه موټر چې بند پاتې وو، مسافر مو ترې را وایستل، هیچا ته ځاني او مالي زیان نه‌دی اوښتی."

د طالبانو فواید عامې وزارت او د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره له موټر چلونکو غواړي چې پر دغې لاره د تګ راتګ لپاره جدي چمتوالی ولري.