د سالنګ لار د سخت توپان او واورې ورېدو له امله تړل شوې

د سالنګ لار، انځور - ارشيف

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې دا لویه لاره د سختې واورې او توپان له امله بنده شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې په وینا د دوشنبې له ماښام راهیسې په سالنګونو کې واوره پیل شوې ده.

د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم واوره او تېز بادونه به د نن ورځې تر اخره دوام وکړي.