ارزګان کې يوې ژورې څاه ته د غورځېدو له امله يو کس مړ شوی او بل ټپي دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولايت موقعيت

د ارزګان سيمه‌ييز مسؤلين وايي، تېر ماښام د دغه ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې يو کس داسې مهال مړ او بل ټپي شو چې د څښاک اوبو په لټون يوې ژورې څاه ته وغورځېدل.

د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس حاجي خالد ازادي راډيو ته ويلي، دا پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ د توشکانو په سيمه کې رامنځته شوې.

نوموړي ويلي، مړ شوی کس احمد او ټپي عنايت الله نوميږي.

نوموړی وايي، سيمه کې ګڼ شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري او له وچکالۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د وروستۍ سختې وچکالۍ له امله عامو خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي.