ورات کوهلي ۴۵مه سلیزه هم ترلاسه کړه

ورات کوهلي ۴۵مه سلیزه هم ترلاسه کړه

د هندۍ کرېکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي ورات کوهلي د سریلانکا خلاف په پیل شویو یو ورځنیو سيالیو کې خپله ۴۵مه سلیزه هم بشپړه کړه.

هغه په اوسنيو کرکټرانو کې تر ټولو مخکښ دی، خو یوازې له سچن ټنډولکر شاته دی.

ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیو کې ۴۹ سلیزې وهلي دي.

د هند او سریلانکا ترمنځ تر شل اوریزو سیالیو وروسته نن(د جنورۍ ۱۰) د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شوې ده او دا د یو ورځنیو سيالیو د نړیوال جام د لارموندنې لوبې دي.

هند لا له وړاندې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لار موندلې ده، خو د سریلانکا لوبډله په درجه بندۍ کې په نهم مقام کې ده.

کوهلي په تېرو دوو کلونو کې خپل بد لوبیز حالت تېر کړ او د کرېکټ سترو لوبغاړو او مینه‌والو نور ترې د غوره لوبو تمه نه درلوده، خو هغه تېر کال د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان خلاف په شل اوریزو سیالیو کې خپله لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه او یو وار بیا یې خپلو مینه‌والو ته هیلې ورکړې.

ورات اوس مهال په ۲۶۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر دولس زرو زیاتې منډې لري او د ۴۵ سلیزو ترڅنګ یې ۶۴ نیمه سلیزې وهلي دي.

په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۸۳ دي.