په ایران کې ۱۰۹ بندي لاریون کوونکو د اعدام له خطر سره مخامخ دي

ارشیف

د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، دغه هېواد کې د توقیف شویو لاریون کوونکو له ډلې ۱۰۹ هغه یې د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

دغې ډلې پرون د جنورۍ ۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو محکومېدونکو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه کورنۍ یې د فشار له کبله چوپه خوله دي.

اعلامیه کې راغلي، ایران کې د مظاهرو له پيله د ۶۴ ماشومانو او ۳۶ ښځو په ګډون ۴۸۱ تنه وژل شوي هم دي.

ملګرو ملتونو او ګڼو لوېدیځو هېوادونو په ایران کې له مظاهره چیانو سره شوی چلند او په اعدام د هغوی محکومېدل په کلکو ټکو غندلي دي.

په ایران کې له څه باندې درې نیمو میاشتو راهیسې د نظام ضد اعتراضونه روان دي.

دا وروسته تر هغه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوې نجلۍ د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه.