په افغانستان کې رسنیو ماشومانو ته څومره پاملرنه کړې؟

يو شمېر افغان ماشومان، انځور - ارشيف

خبریال او د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وايي، له بده مرغه د څلور لسیزو جګړو له امله، افغان رسنیو په خپلو خپرونه کې ماشومانو ته لکه څنګه چې لازمه وه توجه نه‌ده کړې.

نوموړی وايي، افغاني رسنۍ باید ماشومانو ته متوازنه تعلیمي، بوختونکې او تفریحي خپرونې جوړې کړي.

له ښاغلي کړوخېل سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د ماشومانو په وړاندې د رسنیو د مسولیت په اړه پوښتلي دي.

د ښاغلي کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د دانش کړوخېل مرکه