بېلاروس او روسيه راتلونکې اوونۍ ګډ پوځي تمرينات پيلوي

د بېلاروس او روسيې ګډ پوځي تمرينات، انځور - ارشيف

راتلونکې اوونۍ ته د بېلاروس او روسيې د ګډو پوځي تمريناتو د پيلولو خبر ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اندېښنې شته مینسک ښايي پر اوکراین د روسیې له غیرموجه یرغل سره یو ځای شي.

د بېلاروس دفاع وزارت اعلان کړی، چې د متحدانو دا تمرینات د راروانې یکشنبې یعنې د جنورۍ له ۱۵مې د فبروري میاشتې تر لومړۍ نېټې دوام کوي.

بېلاروس ویلي، چې د هوايي ځواک ټول پوځي مرکزونه، د هوايي ځواک روزنیز مرکزونه او د دغه هېواد هوايي مدافع به د دغو تمریناتو لپاره فعال شي.

بېلاروس دا هم ویلي، چې روسیې د هوايي ځواک د ګډو پوځي تمریناتو د چمتووالي لپاره بېلاروس ته د تجهیزاتو لېږل پیل کړي دي.