د کابل – جلال اباد پر لاره د ترافيکي پېښې له امله د طالبانو ۷ عسکر ټپيان شوي دي

انځور - ارشيف

د طالبانو اوه عسکر د کابل – جلال اباد په لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ټپيان شوي.

دا خبره باختر اژانس پرون راپور کړې ده.

د لغمان د ټرافیکو رئیس حبیب الله مبارز ویلي چې، د طالبانو یو پوځي ګاډی له یوې لارۍ سره لګېدلی او په‌کې اوه طالب ځواکونه ټپيان شوي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او وضعه یې په ښه کېدو ده.