د اوربند د یو اړخیزې غوښتنې سره سره اوکراین کې جګړې دوام درلود

د اوکراین یوه سیمه چې د روسیې تر حملې لاندې راغلې.

د روسیې له خوا د ۳۶ ساعته اوربند د یو اړخیزې غوښتنې سره سره پرون په اوکراین کې جګړې دوام درلود.

اوکراین د اوربند وړاندیز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دریځ د بدلولو او د روسیې د ځواکونو د پیاوړتیا یوه هڅه بللې وه.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون وویل چې د روسیې له خوا د باخمت په ښار د توغندیو د ویشتلو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د اوکراين په ختيځ کې د پوځ وياند سرهي چرواتي پرون د دغه هېواد تلوېزيون ته وويل چې د جنورۍ په اوومه د باخموت او سولدر په ښارونو کې چې د اوکرايني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، جنګ دوام درلود.

د چرواتي په وینا، د اوکراین ځواکونه هڅه کوي چې دښمن ته د پرسونل او تجهیزاتو په برخه کې تر ټولو زیات زیان ورسوي او د امکان تر حده د خپلو ځواکونو ساتنه وکړي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی لا هم دوام لري.