په ایران کې ۲ تنه اعدام شول

ارشیف

په ایران کې نن دوه تنه اعدام شول.

د ایران قضایه قوه وایي چې دا کسان د حکومت پر ضد د اعتراضونو پرمهال د کرج په سیمه کې د بسیج ځواکونو د یوه غړي د وژلو په جرم اعدام شول.

د میزان په نوم د ایران د قضایه قوې د راپور له مخې محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني د روح اله عجمیان د وژلو په تور په دار وځړول شول.

پر کرمي او حسیني د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د اعدام حکم شوی و.

دوی د نومبر په درېیمه د بسیج ځواکونو د غړي عجمیان په وژلو تورن شوي وو.

کرمي او حسیني دا تور رد کړی و او ویلي یې و چې دوی په زندان کې شکنجه شوې دي.

دوی د خپلې خوښي مدافع وکیل هم نه درلود.