پر افغانستان د مرستو د احتمالي بندېدو اندېښنې؛ مارټین ګریفیټس کابل ته ځي

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

افغانستان ته د بشري مرستو د بندېدو د احتمال په اړه اندېښنو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر همغږی کوونکی مارټین ګریفیټس اړ کړی چې کابل ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی مارټین ګریفیټس خبرداری ورکوي چې که طالبان په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه کړي، د دغه سازمان له ملاتړه برخمن بنسټونه په افغانستان کې بشري او مرستندویه پروګرامونه پر مخ نه شي وړلای.

تمه ده چې مارټین ګریفیټس به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي، خو دقیقه نېټه یې نه ده معلومه.

رسنیو راپور ورکړی چې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیت ښايي په اوږد مهال کې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره بشري مرستې کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر یا اوچا مشر مارټین ګریفیټس بي بي سي ته ویلي، د طالبانو له نویو بندیزونو سره د ملګرو ملتونو هغه الوتنې چې کابل ته یې د بشري مرستو لپاره نغدي مرستې انتقالولې، بندې شوې دي.

د راپورونو له مخې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه د طالبانو تر بندیز وروسته تر ۱۵۰ زیاتو موسسو په بشپړه یا قسمي توګه خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د برخې مرستیالې پیټریشیا ګاسمن د دې وضعیت په اړه اندېښمنه ده.

پیټریشیا ګاسمن

هغې تېره شپه د جنورۍ ۶مه ازادي راډيو ته وویل چې د دې وضعیت مسوولان طالبان دي.

نوموړې زیاته کړه: "افغانستان د بې سابقې بشري ناورین په منځ کې دی. طالبانو د دې فرمان په صادرولو سره وضعه نوره هم خرابه کړې چې ښځې نور په نادولتي ادارو کې کار نه شي کولای. د دغه بشري ناورین مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی."

در سال گذشته میلادی سازمان ملل برای ملیون ها افغان کمک های غذایی توزیع کرد

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې یوه جګپوړې چارواکې سمیرا سعید رحمان وايي، د نادولتي موسسو لپاره دا ناشونې ده چې له ښځینه کارکوونکو پرته کار ته دوام ورکړي.

رحمان وویل: "تېر ژمي کې بشري مرستو په دې هېواد کې د بې وزلۍ مخه ونیوله. که د تېر کال په څېر بشري مرستې ونه وېشل شي، نو په ټول هېواد کې به له ډېر بد حالت سره مخ شو."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافېر هوګو شارټر په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې طالبان په نادولتي موسسو کې د افغان ښځو د کار په منع کولو سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي.

د شارټر په وینا، بریتانیا له نورو مرستندویانو سره کار کوي چې ډاډ ترلاسه کړي مرستې اړو کسانو ته ورسېږي، خو هغه ټینګار وکړ چې که طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار په اړه خپله پریکړه بدله نه کړي، مرستې به ممکنه نه وي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې طالب چارواکو په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز اعلان کړ.

د دوی ادعا دا وه چې په ځینو دفترونو کې حجاب نه مراعات کېده.

د بشري مرستو د ځنډېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر مارټین ګریفیټس وايي، افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او په وینا یې په دغه هېواد کې ۲۸ میلیونه وګړي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.