د برېتانيا شهزاده هري: افغانستان کې مې د پوځي ماموريت پر مهال ۲۵ طالبان وژلي

۳۸ کلن شهزاده هري په افغانستان کې دوه ځلې پوځي دنده ترسره کړي.

د برېتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د پوځي دندې پر مهال ۲۵ طالبان وژلي دي.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له‌مخې نوموړي دا خبره د سپیر "Spare"په نوم په خپل چاپېدونکي کتاب کې لیکلې ده.

۳۸ کلن شهزاده هري په افغانستان کې دوه ځلې پوځي دنده ترسره کړې، یو ځل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي حملو د کنټرولر او دوهم ځل په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچې هیلیکوپټر د پیلوټ په توګه.

هري په خپل کتاب کې لیکلي چې د شپږو پوځي ماموریتونو پر مهال پر خپل هیلکوپټر د لګېدلې کمرې د تصویرونو په مرسته پوه شو چې ۲۵ طالبان یې وژلي دي.

شهزاده هري یادونه کړې چې په دې کار نه ویاړي او نه شرمېږي، بلکې دا کار یې په دې روحیه کړی لکه د شطرنج دانې چې له تختې لیرې کوي.