جو بايډن: اوکراين ته د 'برادلي' زغره‌والو ګاډو پر استولو غور کوو

د امريکا ولسمشر جو بايډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اوکراین ته د برادلي زغره‌والو ګاډو په استولو باندې غور کوي څو د روسیې د تېري په مخنیوي کې ترې کار واخلي.

بایډن پرون د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته د برادلي زغره والو ګاډو د استولو تایید وکړ.

برادلي متوسط زغره‌وال جنګي موټر دي چې کولی شي د سرتېرو وړونکي په توګه عمل وکړي او د ټانک په پرتله سپک او ګړندی دی.

اوکراین له امریکا غوښتي چې له روسیې سره د مقابلې لپاره کییف ته د ټانکونو، اوږد واټن ویشتونکو راکټونو، زغره‌والو ګاډو او د هوايي دفاع د سیستم په برخه کې مرسته وکړي.